د لاس رسي وړ اتصالات

صدام حسین  په اعدام محکوم شو


یوې عراقي محکمې پخوانی دکتاتور صدام حسین د بشر په ضد د جنایاتو په سبب د غرغرې په وسیله په اعدام محکوم کړی دی. د محکمې دا فیصله په عراق کې په خوښیو او خورو ورو اعتراضونو باندې بدرگه شوه. د امریکا غږ خبریال بنجامن سانډ د عراق نه دا رپوټ رالیږلی دی.

صدام چې ظاهراً خپه ښکاریده د الله اکبر او ژوندی دې وي عراق په نارو د محکمې د فیصلې په وخت کې یې خپل عکس العمل ښکاره کړ.

د عراق عالي محکمې د ١۴٨ شیعه گانو د وژلو د حکم په سبب چې په کال ١٩٨٢ کې یې د بغداد په شمال د دوجیل په کلي کې ورکړی ؤ په اعدام محکوم کړ. دی چې د محکمې نه ایستل کیده ده قاضي په خیانت تورن کړ او اشغال گران یې وغندل. د عراق صدراعظم نور المالکي وویل چې د صدام په اعدام سره به په دې ملک کې تورفصل پای ته ورسیږي.

ده وویل چې د محکمې دا فیصله په عراق کې د نوي باب د پیل په معنی ده او هر یو شخص به د قانون په وړاندي مساوي وي.

په عراق کې د امریکې سفیر زلمی خلیل زاد یوه بیانیه خپره کړه او د محکمې دا فیصله یې په عراق کې یوه مهمه فیصله وبلله.

د صدام دوه مدافعین د ده ناسکه ورور برازان ابراهیم التکریتي او د انقلابي سترې محکمې قاضي اواد حامد البندر هم دواړه په اعدام محکوم شول.

د جمهوري ریاست مرستیال طاحا رمضان په عمري بند محکوم شوی دی. د رې تنه نور هر یو په پنځه لس کالو بند محکوم شول او اتم کس بري الذمه وگڼل شو.

د یکشنبې په ورځ د محکمې د فیصلې د اعلان نه وروسته په بغداد کې دشیعه گانو په سیمه کې د خوښی د نښې په توگه د ټوپکو ډزې وشوې. د صدر په سیمه کې خوشاله مظاهره چیانو د خوښی نه په سړکونو کې نڅا گانې کولې.

د صدام مدافع وکیل خلیل الدولیمې وویل چې ده د خپلو وکیلانو سره په خبرو کې د عراق له خلکو نه وغوښتل چې د هغو هیوادو د اتباعو نه چې په اشغال کې برخه اخیستې د انتقام اخیستلو نه ډډه وکړي. او همدارنگه د عراقیانو نه وغوښتل چې په خپل ملک کې فرقوي تاوتریخوالي وغندي.

د عراق په پای تخت او په دریو نورو ولایاتو کې د فرقوي نښتو د مخنیوي لپاره د ورځې لخوا په گرځیدو راگرځیدلو باندې شدید بندیز نافذ دی. خو سره له دې هم سیمه ایز مطبوعاتو د بغداد په ځنو سیمو کې د څو اعتصابونو خبر ورکړ یدی.

د صدام په پلارنۍ ښار تکریت کې د دوه زرو په شاوخوا اعتصاب کوونکي بې له دې چې د بندیز خیال وساتي یوه عمومي اعتراضي غونډه وکړه.

XS
SM
MD
LG