د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوې مرستندویي موسسې څلورماموران برمته شوېدى


افغان پولیس وايي ېو شمېر جگړه مارانو چې گومان کېږى طالبان به وي، د افغانستان په شرقي برخه کی د یوې مرستندویي موسسې څلور افغان کارکونکي برمته کړي دي.

د پکتېا د ولاېت د امنېې قوماندان ، جنرال عبدالحنان روفي، نن د دوشنبې په ورځ وویل دا څلور واړه برمته شوي افغانان د مهاجرت د بین المللي موسسې کارگران وو، او د یکشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کي برمته شوي دي.

هغه وویل د سیمي، سپېن ږېري او مشران د هغوی د خلاصون لپاره په خبرو لگیا دي.

بلخوا، د امریکا په مشرۍ ایتلافي قواوي وايي عسکرو یې د خوست ښار ته څېرمه د یو عملیاتو په ترڅ کي د القاعده یو مشهور تروریست او پنځه نور افراطیان نن د دوشنبې په ورځ ونیول.

د متحده ایالاتو د پوځ یو خبر لېک ددغو توقیف شویو خلکو هویت ندی ښودلی، مگر دا خبر لېک وايي عسکرو لاسي بمونه، نظامي مهمات، توپکونه، او نورې وسلې د هغي ودانۍ په تلاشۍ کي پیدا کړې چي دا خلک پکې ونیول شول.

XS
SM
MD
LG