د لاس رسي وړ اتصالات

دادوېمه ورځ ده چې په بغداد کې په گرځېدو را گرځېدو بندېز لگېدلى دى


دادوېمه ورځ ده چې په بغداد کې په گرځېدو را گرځېدو بندېز لگېدلى دى. دعراق امنېتى قواوې کوشش کوى چې دهغه فرقه ېي مرگ ژوبلى مخه ونېسى چې کېدلى شى د عراق د پخوانى مشر صدام حسېن ته دمرگ د سزا په اورولو سره منځته راشى.دعراق چارواکى وايي چى اوربند به په بغداد، کې ددېاله، او صلاح الدېن په اېالت کې تر نامعلومې مودى پورې دوام ولرى. دبغداد نړېوال مېدان به هم بند وى.

دعراق ېوې عالى محکمى صدام حسېن دهغو جراېمو په سر په مر گ محکوم کړېدى چې په ١٩٨٢ مېلادى کې ېې ددوجېل په کلى کې د شېعه گانو د وژلو امر ورکړى و. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د صدام حسېن د محاکمى نتېجه ددېموکراسى دېوې مهمى مسئلى او په عراق کې دقانون د حاکمېت د ېوې مهمى مسلى په ْحېث ستاېلىده. په لندن کې بر تانېې لومړى وزېر ټونى بلېر وېلى دى چې دده هېواد د مرگ له سزا سره د صدام اوېا بل هر چا لپاره مخالف دى. خو دامحاکمه د صدام د رژېم وحشېت او بې رحمى سړ ى ته ور په زړه کوى.

XS
SM
MD
LG