د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کى صدام حسېن نن بېا محکمى ته حاضرسوى و


دوه ورځى مخکى دعراق پخوانى مشر صدام حسېن د بغداد په ېوه محکمه کې د بشرېت خلاف جراېمو په سبب په مرگ محکوم سو. دعراق پخوانى مشر نن بېا محکمى ته ددى لپاره حاضرسوى و چې د عام قتل الزامونه پرې ولگول شى.

صدام حسېن نن په ډېره ارامى د بغدا د محکمى ته ور ننووت. هغه په محکمه کې د نورو شپږو مدافعانو ترڅنگ پرېوه چوکى کېناست. دا ټو ل مدافعان د ١٩٨٠ په لسېزه کې دعراق د کردانو خلاف د نظامى عملېاتو په ترڅ کې په قتل عام، قتلونو، او شکنجو باندى تورن سوېدى. که دا جراېم ثابت شى نو سزاېې مرگ ده.

د ېکشنبى په ورځ د عراق خاصى عالى محکمى دهغو (١۴٨) مرگونو په سبب په اعدام محکوم کړ چې په ١٩٨٢ مېلادى کال کې ددوجېل په کلى کې شوي وو. رپوټ وايى چې دمحکمى پرېکړه به مرافعى ته ولېږل شى.

په ېوه جلا پېښه کې دامرېکا پوځ په عراق کې وايي چې دوى دوه کسان په دى گومان وژلى دى چې ترهگربه وى، دوه تنه نور د بغداد په شمال کې د بىجي په ښارگوټى کې دېو تالاشى په ترڅ کې ونېول شول. دعراق چارواکېو د بغداد هوايى مېدان بېرته د الوتکو د پروازونو لپاره خلاص کړېدى.

XS
SM
MD
LG