د لاس رسي وړ اتصالات

ازاد څارونکي وايي چې د تاجکستان په انتخاباتو کې له قانون نه ډېرې زېاتى سرغړونى شوېدى


په تاجکستان کې د انتخاباتو ازاد څارونکي وايي په دې اونى کې چې د جمهورى رېاست لپاره انتخابات وشول په هغو کې له قانون نه ډېرې زېاتى سر غړونى شوېدى. تاجک چارواکېو نن اعلان وکړ چې جمهوررئېس امام على رحمانو ف د راتلونکېو اوو (٧) کلونو لپاره بېا د جمهوررئېس په حېث انتخاب شوېدى. د انتخاباتو ابتدايى نتاېج دا څرگندوى چې دده او د نېژدې سېاسى رقېب ترمنځ د راېو تفاوت د لس او ېو ترمنځ دى.

که څه هم د تاجکستان په پاېتخت دوشنبى کې د انتخاباتو نتاېج اعلان شول او وايي چې رحمانوف په سلوکې (٧٩) راېې گټلى دى خو په اروپاکې دامنېت او همکارى موسسه وايى د سېاسى بدېل نشته والى ددوشنبى دورځى انتخاباتو ته تاوان رسوى. دغى ډلې وېلي دى چې دوى ته څرگنده شوېده چې ېومخالف سېاسى کاندېد هم نه و اوله بلى خوانه سېاسى مخالفېنو له ورځپاڼو او راډېوگانو نه په برابره اندازه گټه نشوى اخېستلى.

دتاجکستان مهمو سېاسى گوندونو له انخاباتو سره مقاطعه کړې وه. هغوى دا شکاېت درلود چى دا انتخابات دېموکراتېک ندى. خو حکومت وايي چې په مستحقو راېو ورکوونکېو، په سلو کې نوى کسان راېوورکولو ته حآضر شوى وو.

XS
SM
MD
LG