د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو دیموکرات گوند د اولسي جرگې کنټرول تر لاسه کړ


په متحده ایالاتو کي، د دیموکرات گوند د اولسي جرگې کنټرول د سې شنبې د ورځي په انتخاباتو کي تر لاسه کړ، او په عین حال کي، د سنا کنترول د دوو ایالتونو دانتخاباتو نتایجو ته معطله دى. خو دېموکراتانو دسه شنبى په ورځ دکانگرېس په انتخاباتو کې له شل پنځه وېشتو نه زېاتې چوکى گټلى دى. رپوټ وايى دابه اول ځل وى چې دېموکراتان له ١٩٩۴ مېلادى کال نه راوروسته د کانگرېس کنترول گټى.

دیموکراتانو په څلورو ایالاتونو کي، جمهوري غوښتونکو ته د مشرانو د جرگې لپاره په انتخاباتو کي ماتي ورکړې ده. د عامه خلکو سروې ښیي چي پدې انتخاباتو کي د عراق جنگ په ارتباط د جمهورریس بش د پالیسۍ سره د خلکو مخالفت مهم نقش لوبولی دی.

همدا اوس، دیموکراتان د ورجینا او مانتانا په ایالایتونو کي ډېر لږ مخکی دی، او که چیري د دغو ایالاتونو د سنا چوکۍ تر لاسه کړي، د مشرانو د جرگې کنترول به گټي.

د اولسي جرگې مشره به دیموکرات استازی، ننسي پلوسي سي. هغه وايي دیموکراتان له ښاغلي بش څخه غواړي چي د عراق په ارتباط یوه لاره غوره کړي.

XS
SM
MD
LG