د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په ېوه پوځې کمپ کې ېوه ځان وژونکي لږ تر لږه (۴٢) کسان وژلى دى


د پاکستان د پوځ په ېوه کمپ کې ېوه ځان وژونکي له ځان سره لږ تر لږه (۴٢) کسان وژلى دى. د پوځ د روزنى داکمپ د صوبه سرحد په اېالت کې پروت دى.

چارواکى وايي نن د چارشنبىپه ورځ دا چاودنه د درگۍ په ښارگوټي کې د پوځ د رسم گذشت په مېدا ن کې وشوه. رپوټ وايي دا په تېرو څوکلونو کى تر ټولو سخته حمله ده چې دپاکستان پر پوځ شوېده. په دغه حمله کې څو تنه عسکر زخمېان شوي هم دى.

دپاکستان دکورنېو چارو وزېر افتاب شپرپاو دا بم چونه دترهگرى ېوعمل بللى او محکوم کړى ېې دى.

تراوسه پورې ېوې ډلى هم ددغى حملى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى، خو د پاکستان چارواکى داگومان کوى چې دابه دتحرېک نفاذ شرېعت محمدى په نامه ډلې کړى وي. رپوټ وايي چې دا ډله د افغانستان له طالبانو سره اړېکى لرى. تېره اونى دغى ډلې لوړه وکړه چې دهغو پوځى عملېاتو غچ به واخلى چې د افغانستان سر حدي پولې ته نېژدې قبېلوى سېمه کې پرېوه مدرسه باندې وشول او اتېا تنه پکى ووژل شول.

د پاکستان پوځ وايي دوى دترهگرو د روزى پرېوه کمپ باندى عملېات وکړل خو د سېمى قبېلوى خلک وايي په دغه مدرسه کې ماشومان او ښوونکي وژل شوىدى.

XS
SM
MD
LG