د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبی وزیرستان کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې یولس تنه پاکستانیان وژل شویدی


دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دحکومت طرفداریو قومی مشر او اته تنه نور وژل شویدی . گمان کیږی چې دغه بم مشکوکو افراطیانو دافغانستان سرحد سره نژدی دپاکستان په لیری پرتی قبائلی سیمه کې ایښی و.

ماموران وائې، دغو قربانیانو په موټر کې سفر کاوه چې موټرئې دسرک دغاړی په بم وخوت . دغه بم دجنوبی وزیرستان دشکائې ښارگوټی ته نژدی ایښودل شوی و. دغه ماموران وائې، په چاودنه کې څلورتنه نورټپیان شویدی .

دسیمی اوسیدونکی وائې، دحکومت طرفدارقومی مشر ملک خاجان دجمهوررئیس پرویز مشرف دهغه کوښښ ملاتړ کاوه چې وائې، خارجی افراطیان دی له دغې سیمی نه وویستل شی.

افراطیان په پرله پسی توگه په دغې غرنی سیمه کې دحکومت په طرفدارو قومی مشرانو باندی حملی کوی. په دغه سیمه کې دطالبانوطرفدار افراطیان پټیږی.

دپاکستان پوځ دالقاعدی او طالبانو هغه افراطیان ځپی چې په گاونډی افغانستان کې دطالبانو درژیم د راپرزولونه وروسته دغې سیمی ته اوښتی دی .

XS
SM
MD
LG