د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په یوه بازارکې د موټرپه چاودنه کې اته تنه وژل شویدی


دعراق دکورنیو چارووزارت وائې، دموټر بم په دوچاودنوکې څه دپاسه شل تنه ټپیان شویدی. دغه چاودنی نن دشنبی په ورځ درشیدکوڅې په مرکزکې دحافظ القاعدی په میدان کې وشوی. دا په بغداد کې یوه ډیره مهمه تجارتی سیمه ده .

له بل پلوه دعراق پولیسان وائې، په مرکزکې دامریکا دحکومت داستازی دفترته نژدی تقریبآ دلسو هاوانوگولې لگیدلی دی . دامریکا دسفارت نطاق وائې، په دغه حمله کې دامریکا دسفارت هیڅ غړی ندی زخمی شوی .

په عین وخت کې په عراق کې دامریکا نظامی مقامات وائې، واشنگټن پنځوس زره ډالرجائزه ورکوی کې که څوک دهغه امریکائې عسکر په باره کې معلومات ورکړی چې دری هفتی پخواتښتول شویدی . دغه عسکر هغه وخت وتښتول شو چې په په بغداد کې دخپلی کورنې لیدلو ته راغلی و.

دامریکا پوځی مقاماتو په عراق کې دپنځونورو امریکائې عسکرو دوژلو اعلان کړیدی .

XS
SM
MD
LG