د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگروملتونواستازی د برما دډیموکراسۍ د طرفداری مشرې دانگ سانسوچې سره ولیدل


د برما ماموران وائې، دملگرو ملتونو استازی دډیموکراسۍ دطرفداری مشرې ان سانسوچې سره لیدلی دی .

دسیاسی چارو لپاره دملگروملتونو دعمومی منشی مرستیال ابراهیم گمباری چې پنجشنبی په ورځ برماته رسیدلی دی، نن دشنبی په ورځ ئې دډیموکراسۍ دطرفداراې مشرې سره چې دسولې دنوبل جائزه ئې هم اخیستی ده ،ولیدل . ددغې غونډې په باره کې سمدستی تفصیلات ندی څرگند شوی .

ښاغلې گمباری دتیری می په میاشت کې په رنگون کې دمیرمن سان سوچې سره لیدلی و.دی لومړی خارجی ډیپلومات دی چې څه دپاسه په دوکالوکې دمیرمن سانسوچې سره گوری .

دبرمامقاماتو په تیرواولسو کالوکې ان سانسوچې په کورکې نظربنده ساتلی ده او ډیره کمه اجازه ورکول کیږی چې دخارجی ډیپلوماتانو سره ووینی .

دملگرو ملتونوماموران وائې، ښاغلې گمباری پرون دجمعی په ورځ دبرمادحکومت دوزیرانو او دمختلفوقومونو داستازو سره لیدلی و.

دملگرو ملتونو ماموران وائې، ښاغلې گمباری په برماکې په داسی سیاسی جریان باندی ټینگاروکړ چې شفافیت پکې وی .

XS
SM
MD
LG