د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش مقاماتو په سیاسی غونډو باندی بندیزلگولی دی


په داسی حال کې چې مخالف گوندونه دانتخاباتو دکمیسون درئیس په لیری کولو باندی ټینگارکوی په بنگله دیش کې پولیسانو په ډاکه کې په سیاسی غونډوباندی دبندیزلگولواعلان کړیدی .

مقاماتو دغه بندیز په داسی وخت کې ولگاوه چې دڅوارلسو گوندونو ائتلاف گواښ کړیدی چې که حکومت دانتخاباتو دکمیسیون رئیس ایم.ای. عزیز دیکشنبی په ورځ برطرفه نکړی دوی به په ټول هیواد کې داسی اعتصاب وکړی چې دموټرو تگ راتگ به بندکړی .

مخالف گوندونه وائې، دانتخاباتو دکمیسیون رئیس ددوی په خلاف دی او کیدای شی چې دجنوری دمیاشتی په انتخاباتوباندی به غیرعادلانه اثررسوخ ولری .

دعوامی لیگ دگوند په مشری ائتلاف وائې، که ددوی غوښتنی ونه منل شی نوددوی طرفداران به دډاکې ټول سرکونه،داورگاړو لیکی او دسیندونو لاری چې دهیواد دنورو سیموسره نښلی ،بندی کړی .

XS
SM
MD
LG