د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین مشر هیله لری چې  دملی یووالی حکومت به جوړشی


دفلسطین جمهوررئیس محمود عباس وائې، دی هیله لری چې دخپلی رقیبی ډلې حماس سره به دروانی میاشتی په اخرکی ائتلافی حکومت جوړکړی .

ښاغلی عباس خپل نظرنن دشنبی په ورځ دخپل سلف یاسر عرفات دمړینی ددوهمی کلیزی دیادونی په موقع څرگند کړ.

دفلسطین مشروویل، دسیاسی روغې جوړی په باره کې پوره پرمختگ شویدی چې دا به حماس دافراطې ډلې سره د ائتلافی حکومت په جوړیدو کې مرسته وکړی .

ښاغلې عباس پدی موقع دفلسطین هغه پلان بیا تکرار کړ چې وائې، دفلسطین ددولت پائتخت به ختیځ بیت المقدس وی . دفلسطین جمهوررئیس عباس وویل،دفلسطین خلک به دختیځ بیت المقدس په شمول دغزی په تړانگه او داردن دسیند په لویدیځه غاړه کې دیوی لویشتی ځمکی نه تیرنشی .


XS
SM
MD
LG