د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ستره ستونزه اوس هم دېاغى طالبانو خونړى بغاوت دى


دملگرو ملتونو دامنېت دشورى ېوه ډلگۍ چې افغانستان ته ېې سفر کړېدى وايى د افغانستان ستره ستونزه اوس هم دېاغى طالبانو خونړى بغاوت دى چې ددغى ډلې له سقوط نه پنځه کاله وروسته هم دوام لرى.

دملگرو ملتونو ددغى ډلى مشر د جاپان سفېر کنېزو اوشېما وايى له ېاغېانو سره جگړه ددغه هېواد تر ټولو ستره ستونزه ده. هغه نن دېکشنبى په ورځ په کابل کې له خبر ېالانو او د حکومت له چارواکېو سره داخبرى وکړې. ښاغلى شېنزو ووېل دا فغانستان د مخدره مواد غېرقانونى قاچاق ددغه هېواد بله ستره ستونزه ده. چارواکي وايي چې د مخدره موادو د قاچاق پېسى دمرگ ژوبلى او تشدد لپاره استعمالېږى.

ټاکل شوېده چې د ملگرو ملتونو دا ډلگۍ دا فغانستان جنوبى برخو کتلوته هم په خپل څلور ورځنى سفر کې ورشى. په افغانستان کې مرگ ژوبله زېاتره په همدغه سېمه کې روانه ده.

اوس په افغانستان کې دناټو قواوې د طالبانو له پاتى کسانو سره په جگړه بوختى دى. دغه ډله په ٢٠٠١ مېلادى کال کې له اقتدار نه غورځول سوې وه.

XS
SM
MD
LG