د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د خپل اټومى پروگرام کارونه پر مخ بېايي  او درې زره سنټر فېوجونه ېې لگولي دي


داېران خارجه وزارت وايى چې اېران دا پلان لرى چې د خپلو ېورانېمو د غنى کونگ پروگرام پراخه کړى اودراتلونکي مارچ په مېاشت کې درې زره نور سنټر فېوجونه ولگوي. داېران نطاق محمد على حسېنى وايي چې ددى ماشېنونو د لگولو پروخت به د ملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى د چارو پلټونکى دکار د بهېر څارنه کوى. اېران د ملگرو ملتونو د امنېت د شورى هغه غوښتنه له نظره غورځولى ده چې وايى د ېوراېنمو غنى کولو وځنډوى. رپوټ وايي چې سنټر فېوجونه ددى لپاره استعمالېږى چى داټومى بټى لپاره ېورانېم غنى کړى. خو داټومى بم د جوړولو لپاره د سون ډېره لوړه درجه مواد پکاردى.

دا اضافى سنټر فېوجونه به اېران ته دا قابلېت وربښى چې په صنعتى پېمانه ېورانېم تو لېد کړى. د سنټرفېوجونو هغه شمېر چې اوس پکار اچول شوېدى، ډېر وخت به وغواړى چې د اټومى جنگى کوپړۍ د جوړولو لپاره په کافى اندازه مواد برابر کړى.

امرېکا پراېران دا تور لگوى چې داټومى وسلو د جوړولو کوشش کوى. خو اېران داتورونه ردوى. داېران جمهوررئېس محموداحمدى نژاد دملگرو ملتونو دامنېت پر شورى انتقاد وکړ چې په ډېر ه بى شرمۍ باندى هغه هېوادونه تهدېدوى چې په قانونى ډول د سوله ئېزو مقاصدو لپاره د اټومى اېنرژى د لاسته راوړلو کو شش کوى.

XS
SM
MD
LG