د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق لومړى وزېر نورى المالکى د کابېنى د بشپړ بدلون لپاره غږ کړېدى


دعراق لومړي وزېر ووېل دعراق اوسنى شراېط ددى اېجاب کوى چى په کابېنه کې بدلون راشى خو هغه د بدلون به باب نور تفصېلات ورنکړل.

نن د ېکشنبى په ورځ د ځان وژنى په ېوه برېد کې لږ تر لږه ٣٥ کسان مړه او شپېته تنه نور زخمېان شول. دا حمله په بغداد کې دنوو پولېسانو د ټاکلو په ېوه مرکز کې شوېده. په وژل شوو کې زېات هغه کسان وو چې په کتار کې ېې ددى لپاره انتظآر کاوه چې د پولېسو په قوه کې ځان شامل کړى.

ېوبل رپوټ وايي چې په دغه حمله کې دوه سر تېرو برخه اخېستى وه خو دا رپوټ تاېېد شوى ندى. ېاغېانو تل د عراق د امنېتى قوې لپاره د نوو مامورانو د نېولو پر مرکزو نو حملى کړېدى.

دعراق پولېسو دا رپوټ هم ورکړىدى چې د سړک د غاړى د بم په چاودنه کې په بغداد کې لس تنه نن وژل شوېدى.

ېو بل رپوټ وايي چې د بغداد په جنوب کې سنى ټوپک والاو پنځوس تنه شېعه زېارت کوونکى برمته کړى او د لطېفېه په ښارگوټى کې ېې لس تنه په نا څاپى حمله کې وژلى دى.

XS
SM
MD
LG