د لاس رسي وړ اتصالات

سپېنه ماڼۍ اېران او حزب الله  په  نړېوالې  ترهگرۍ کې سره  متحد بولي


د شنبى په ورځ د سپېنى مآڼى نطاق ټوني سنو ووېل اېران ترهگرۍ مخکښ ملاتړ هېواد دى او د سوونو بېگناه ملکېانو دمرگ مسوول دى. هغه ووېل چې له حزب الله سره داېران مالى اونظامى مرستو دې ډلى ته ددى قابلېت ورکړى چې په ټوله نړى کى دمرگ او ژوبلې ملاتړ وکړى شى.

په دغه خبر لېک کې دارجنتاېن دهغه قاضى ستاېنه شوېده چې داېران د پخوانى جمهور رئېس اکبر هاشمى رفسنجانى او اتو نورو کسانو دتوقېف امر ورکړل شوېدى. دا امر په ١٩٩۴ مېلادى کال کې په بونېس اېرېس کې د ېهودانو د ېو کلتورى مرکز د بم چونى سره تړاولرى. د سپېنى ماڼى نطاق په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ارجنتاېن له حکومت سره مرسته وکړى. ددى مېاشتى په سر کې امرېکا پر اېران ، سورېې او حزب الله باندى دا تور ولگاوه چې د لبنان د حکومت د پرزولو نېت لري.

XS
SM
MD
LG