د ترکمنستان جمهورریس نیازوف په حق ورسید
شپږ شپیته کلن سپر مراد نیازوف قریب دوه لیسزی په قدرتی گازو غنی هیواد ترکمنستان باندی مطلق العنانه حکمرانی کړیده.
مرحوم نیازوف د پینجشنبی په ورځ د زړه د ناڅاپی حملی له کبله ساه ورکړه. د هغه مړئ به د یکشنبی په ورځ خاورو ته سپارل کیږی
د مرحوم نیازوف په ځایی د هیواد معاون صدر اعظم د موقت جمهورریس په حیث نومول شویدی
خدایی بخښلی سپر مراد نیازوف د کال ١٩٨٥ نه د ترکمنستان د واکمنئ په تخت ناست و. او په کال ١٩٩١ کی د ترکمنستان خلکو دی د ټول عمر دپاره خپل مشر غوره کړو
په کال ٢٠٠٢ کی ورباندی د قاتلانه حملی هڅه شوی وه . مرحوم د ترکمنباشی یا د ترکمنود بابا په نوم شهرت درلودو.