د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په باب د امریکایی نظامی کار پوه انتونی کارډرمن سره د ایوب خاورین مرکی متن 


نظامی کارپوه انتونی کورډزمن ویلی چې د افغانستان سره د بیا رغونی مرستی دوه چنده او نظامی مرستی څلور چنده زیاتی شوی. ستاسو پام دی ا‏ختصاصی مرکی ته راگرځوو چې زمونږ همکار ایوب خاورین په واشنگټن کې ورسره کړیده.

مونږ اوس هم په تاکتیکی لحاظ هر د ډول نظامی عملیاتو د گټلو توان لرو. خو خبره په تدریجی ډول د طالبانو او د اسلامیستانو غښتلیتیا ده ځکې هغوی په پاکستان کې او قبایلی سیمو خوندی ځالی لری. او امریکایی نظامی استخبارات ښه یی چې د کال ٢٠٠٥ په پرتله د طالبانو قوت څلور چنده زیات شویدی.

ښاغلی انتونی کورډزمن د نړیوالو ستراتیجیکو څېړنو په مرکز کې په واشنگټن نظامی نظامی کارپوه دی او پدی لنډو ورځو کې افغانستان ته سفر کړی وو، په یوه سوال په ځواب کې وویل چې د افغانستان اردو او پولیس لا اوس هم ډیر کمزوری دی او دولت په حقیقت کی یوازی تر کابله پوری محدود پاتی دی.

انتونی کورډزمن زیاته کړه که چیری اولس دا فکر کوی چې تر نه حکومت طالبان ښه دی او د هغوی نه د غلا لږ توقع کېږی نو هعه به خا مخا طالبان زغمی. او ‏عموماً طالبان په هغو سیمو کې قوت لری چې عملاً هلته حکومت هېح موجود نه وی.

ښاغلی کورډزمن موسا قلعه د سولی د تړون په هکله وویل

په هلمند کې د سیمی د مشرانو سره جوجاړی فکر کوم یوه لویه اشتباه ده. برطانوی پوځ د سرتیرو د کمبود سره مخامخ وو او په ټوله سیمی کې امنیت نشوی ساتلی او همدا علت وو چې د سیمی د خلگو سره یوه تفاهم ته ورسیدل خو سیمه ایزو مسرانو امنیتی چاری هم په خپل لاس کې واخیستی. او داسی وشو چې د روغی نه وروسته سیمی ته د طالبان آزاد ، د برطانوی پوځونو د ایستلو په بیه او داسی نه وو چې برطانوی پوځونو دی آزاد وی د طالبانو د نه داخیلیدو په بیه. دا همداسی روغه وه لکه پاکستان چې په وزیریستان کې د طالبانو سره کړی. او دا لار د بری په لور نه بلکی د ماتی په لور ځی.

د پاکستان د دریځ په اړه ښاغلی کورډمن وویل

پاکستانی پوځ په قبایلی سیمو کې د امنیت ټینگولو هڅه نکوی. هغوی کله نا کله په القایده حمله کوی خو خغه هم ځینو خاصو مواردو کې. ضرور نده چې مونږ د پاکستان سره د دښمن په څیر برخورد وکړو خو اقلاً هغه ته د ملگری په حیثیت هم نشو ورکولی. بلخوا حقېقت دا دی چې پاکستانی پوځ چې کله هم په قبلېلی سیمو وداخله کړی نو د ماتی سره مخامخ شویدی. او ډیره جدی موضوع دا ده چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې د سختدریزی لوی شمیر پلویان لری. د مشرف یو ایتلافی گوند د طالبانو ښکاره پلوی کوی او انتخابات هو په راتلونکی کال کې کیږی.

د ناټو د قواوو په اړه د یوه سوال په ځواب کې انتونی کورډزمن وویل

یوه متحده ناټو قوت ندی موجود. ځینو هیوادونه د جگړو په ډگر کې دی لکه برطانیه، هالند، کاناډا او ډنمارک او رومانیه هم، خو ځینی هیوادونه لکه د ایتالیا، هسپانیه، فرانسه او جمنی بیا د سړک د غاړی تماشه کوی. دا حالت طالبانو ته ستراتیک بری ورکوی، په ټول هیواد کې نه ، خو د هیوادو په ډیرو برخو کې هغوی غښتلی شویدی. اساسی خبره دا ده چې افغانستان هېڅکله هم د ناټو اساسی هدف نه وو. د ناټو هدف په اروپا کې سوله راوستل وو.

په امریکا کې د دموکراتانو بری او د افغانستان د راتلونکې په اړه انتونی وویل

مونږ افغانستان یو آسانه هدف بللی وو او ډیر ژر مو د بری اعلان وکړ، دښمنانو د وخت څخه استفاده وکړه او اوس په نظامی لحاظ تر کال ٢٠٠١ نه هم زیات غښتلی دی. مونږ باید پولیس او اردو وروځو. یوازی په نظامی برخه کې څلور چنده زیاتی مرتی باید وشی، چې شپږ زره ملیونه کیږی. او د بیا ودانی مرستی هم باید دوه چنده زیاتی شوی. حوصله پکار ده، پیسی پکار دی او وخت پکار دی.

XS
SM
MD
LG