د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس بش د کرسمس په مناسبت د مبارکئ پیغام ورکړی


جمهورریس بش د عیسویانو د اختر یا کرسمیس په مناسبت د امریکا عسکرو ته د کرسمیس مبارکی ویلی او د دوی د خدمتونو ستاینه یی کړیده د امریکا د سپینی ماڼئ نطاق ویلی چی جمهورریس بش لسو امریکایی عسکرو سره په تیلی فون خبری کړیدی او دوی نه یی د دوی د روحیی په باب پوښتنی کړی. د شنبی په ورځ جمهورریس بش د امریکا د اولس نه غوښتی وو چی داسی لاری دی ولټوی چی د هغی په وسیله د وی امریکا د فوځ عسکرو ته دا پیغام ورسوی چی د وطن دپاره د دوی کړی خدمتونه ډیر د قدر وړ دی جمهورریس بش په خپله اوونیزه راډیوی وینا کی هم امریکایی فوځ د قربانیو ستاینه کړیده

XS
SM
MD
LG