د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا عسکرو د بگرام په هوايى مېدان کې د سپېن کرسمېس لمانځنه کړیده


دامرېکا عسکرو د بگرام په هوايى مېدان کې د سپېن کرسمېس لمانځنه کړیده ځکه چې په کابل کې واوره شوېده. رپوټ وايى په افغانستان کې دامرېکا او ناټو تقرېبا څلوېښت زره عسکر موجود دى او هغوى د کرسمېس رخصتى د مذهبى مراسمو ، په تزئېنولو او د ښو خوراکونو په خوړلو سره ولمانځله. خو هغوى خپلو گزمو ته هم ادامه ورکړه. داعسرک ددى لپاره په افغانستان کې دى چې د سرتېرو طالبانو پاتى کسان ونېسى . دهغوى رژېم پنځه کلونه پخوا دامرېکا په مشرى اېتلافى قواو له خوانه وپرزول شو. رپوټ وايى چې سږکال د مرگ ژوبلى په ناڅاپى زېاتوالى کې تقرېبا څلور زره کسان وژل شوېدى. دناټو اواتېلاف قواوې د طالبانو د تحرېک سره چې تازه زور موندلى دى په جگړه اخته دى. ېاغېى طآلبان زېاتره دا فغانستان په جنوب او ختېځ کې فعال دى. داسېمى د پاکستان سره سرحد ته نېژدى پرتى دى.

XS
SM
MD
LG