د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخوانئ جمهورریس فورډ  په ٩٣ کلنئ کی مړ شو


فقید جمهورریس فورډ د سه شنبی په ماښام په کلیفورنیا ایالت کی ورته پیښی ناروغئ دلاسه ساه ورکړه. ښاغلی فورډ د امریکا یوازینئ جمهورریس و چی د جمهوری ریاست او د معاون جمهورریس د مقام دپاره انتخاب شوی نه و. هغه په کال ١٩٧٣ کی د جمهورریس د مرستیال سپیرو اگنیو د استفا نه پس په دی جوکئ مقرر شو او بل کال ته د جمهورریس نکسن د استعفا نه پس د دوه نیم کالو دپاره جمهورریس پاتی شو ښاغلی فورډ جمهورریس نکسن د هغو ټولو جرمونو نه مبرا وگرځول، د کومو تورنه چی پری لگیدلی وو. هر څو که ښاغلی فورډ فقط دوه نیم کاله حکومت کړی و خو د ده دوره د ویتنام د جگړی نه پس او د سیاسی تحولاتو په رڼا کی ډیره مهمه دوره بلل کیږی، کله چی دی د جمهورریس په چوکئ کیښناستو نو امریکایی اولس ته یی زیری ورکړو . نور امریکا د خپل اوږده او ویرونکی خوب نه راوتی ده.

XS
SM
MD
LG