د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزی د افغانستان سره په سرحد  دگټاری د لگولو پلان رد کړیدی


د پاکستان حکومت د افغانستان د دی تورنو نه پس چی پاکستان د خپلی خاوری نه افغانستان ته د تره گرو د اوړیدو د مخنیوی دپاره سم کار نه کوی. دا اعلان کړیدی چی پاکستان به د افغانستان سره په خپله پوله اغزن مزئ غزوی او ماینونه به هم ښخوی. پاکستان د سه شنبی په ورځ ویلی وو چی دوی د افغانستان سره ٢۴٠٠ کیلومیتره اوږده سرحد باندی اغزن مزئ غزول او ماینونه ښخول غواړی. ښاغلی کرزی د پینجشنبی په ورځ خبری کانفرانس ته ویلی د پاکستان د دغه کار نه پس هم تره گر ځانته لاره پیدا کولی شی. خو دا دیوال به د خلکو مخه ونیسی. مشکلات به زیات شی او تجارتی تگ راتگ به هم اغیزمن شی.

XS
SM
MD
LG