د لاس رسي وړ اتصالات

دکاناډا خارجه وزېر ژمنه کړېده چې افغانتسان ته نظامى مرستې جارى وساتى


ښاغلى پېټر مک کې اافغانستان ته د ېکشنبى په ورځ ناڅاپى سفر وکړ او ښاغلى کرزى ته ېې ووېل چې دکاناډا ٢٥٠٠ عسکر به په افغانستان کې خپل خدمت ته دوام ورکړى. دکاناډا عسکر زېاتره په ناارامه کندهار کې پراته دى. دافغانستان په جنوب کې تېرکال جنگونه بېا زېات شول او شدت ېې پېدا کړ. ېاغى طا لبانو داېتلاف د قواو خلاف خپلى حملى زېاتى کړلى. په ٦٠٠٢ مېلادى کال کې تقرېبا څلو زره کسان په ټول هېواد کې مړه شول. له ٢٠٠٢ مېلادى کال راهېسى څلور څلوېښت کاناډايي عسکر په افغانستان کې وژل شوېدى. افغان چارواکى وايي چې د سړک د عاړې بم په ېوه شخصي موټر باندې د ېکشنبى په ورځ وچاودېده، دوه ښځى او دوه ماشومان ېې ووژل. پولېس وايي دوه نارېنه وچې دخوست په ولاېت کې ېې په دموټر کې سفر کاوه زخمېان شوېدى. افغان چارواکى، په دغې کورنۍ باندى د حملى پړه پر هغو جنگېالېو ور اچوي چې له حکومت سره جگړه کوى. د شنبى په ورځ ناټو ووېل د سړک دغاړې ېو بم داېتلاف دقواو په ېو موټر باندى د کندهار په ولاېت کې وچاودېده او دناټو ېو عسکر ېې مړ کړ. د پکتېکا په ولاېت کې افغان او ناټو چارواکېو ووېل د شنبى په ورځ څو تنه عسکر په ېوه ځان وژونکې حمله کې زخمېان شول. رپوټ وايي له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسې چې طالبان په افغانستان کې له قدرت نه غورځول سوېدى، تېرکال په افغانستان کې له مرگ ژوبلې نه ډک کال و.

XS
SM
MD
LG