د لاس رسي وړ اتصالات

سر تېرو لږ تر لږه ١٢ تنه عراقېان دېکشنبى په ورځ دېو لړ حملو په ترڅ کې په ټول هېواد کې  وژلى دى


په بغداد کې څلو ر کسان ووژل شول او پنځه تنه د هاوان توپونو په ډزو زخمېان شول. دعراق په پاېتخت بغداد کې دوه لاروېان د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ووژل شول. دعراق په جنوبى ښار هېله کې دېوموټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ېوه ښځه وژل شوې او ١٣ تنه نور زخمېان شوېدى. دعراق لومړي وزېر نوري المالکى د شنبې په ورځ ېو نوى تهاجمى پلان ددې لپاره اعلان کړ چې په بغداد کې د فرقه ېي جنگونو مخه پرې ونېسى. د عراق پوځ رپوټ ورکړېدى چې دېرش تنه سر تېري ېې وژلي دي او پنځه تنه سوډانى جنگېالي ېې د سنى مسلمانانو په سېمه کې نېولى دى. په ېوبل انکشاف کې ېو چاپى رپوټ وايي چې د امرېکا د جمهور رئېس جورج بش دعراق نوې ستراتېژي دا غوښتنه کوى چې تقرېبا شل زره امرېکايى عسکر په ډېره بېړه عراق ته ولېږي او د عراقېانو لپاره د ېوملېارد ډالرو په اندازه دکارونو پېداکولو پروگرام عملى کاندى. دامرېکا د نېوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کې نن د ېکشنبى په ورځ خپور شوى رپوټ وايي دعراق لومړى وزېر نوري المالکى په دې باندى موافقه وکړه چې دى هم درى نور عراقي غونډونه په راتلونکې ېوه ېا ېوه نېمه مېاشت کې بغداد ته ولېږى. په خبر کې وېل شويدي چې ښاغلى مالکى دامرېکا له جمهوررئېس جورج بش سره په ېوه تېلې کنفرانس کې داموافقه وکړه. د نېوېارک ټاېمز رپوټ دامرېکا دهغو چارواکېو له قوله چې دعراق په نوى ستراتېژۍ کار کوى چې وروستى پړاو ته ېې ورسوى، وايي چې دامرېکا جمهوررئېس به په عراق کې د بېارغونى هلې ځلى دوه چنده کړى. په دغه پلان کې داشامل دي چې عراقېان دداسى کارونو لپاره لکه د ښوونځېو رنگولو او د سړکونو پاکولوته استخدام کړي. توقع ده چې ښاغلى بش خپله نوې ستراتېژي په راتلونکېو ورځو کې برالا کړى خو د نېوېارک ټاېمز ورځپآڼه وايي دامرېکا چارواکي په دې کى د شک او تردېد څرگندونه کوى چې دى به په عراق کې د ثبات په راوستلو کې کامېاب شى.

XS
SM
MD
LG