د لاس رسي وړ اتصالات

داېران ېو چارواکى خبردارى ورکړېدى چې هر ملت چې پر اېران برېد وکړي ډېر ژر به خپلو اعمالو باندى پښېمانه شي


داېران د بهرنېو چارو د وزارت نطاق محمد على حسېنى نن د ېکشنبې په ورځ دا تبصرې د بر تانېې دهغې ورځپاڼى د رپوټ په ځواب کې وکړې چې وايي اسرائېلو داېران د ېورانېمو د غنى کولو پر بټېوباندى د اټومى برېد پلانونه جوړکړېدى . حسېنى وايي دغه پلان دا څرگندوي چې اسراېېل دنړۍ سولې ته اساسى خطر دى او داسى هرډول برېد به بې ځوابه پاتې نشى. د برتانېې د سنډې ټاېمز مقاله چې نن د ېکشنبى په ورځ خپره شوه، وايي چې داسراېېلو دهوايي قوې دوه ټوًلي پر اېران باندې داوږده واټن دعملېاتو لپاره روزل کېږى. د فرانسې ېو خبري اژانس داسراېېلو د ېو چارواکي له قوله چې خپل نوم نه څرگندوي د رپوټ په باب لېکى ې دا خوشې چټېات دى. دسنډې ټاېمز رپوټ وايي داسراېېلو په حمله کې به اټومى او عنعنوى وسلې دواړه په دې خاطر استعمال شى چې داېران له زمکى لاندى ژورې بټې تباه کاندى. اسرائېلو تراوسه پورې له دېنه انکار کوى چې داخبره ېا تائېد او ېا تردېد کړى چې دوى اټومى وسلې لرى. دغه مبهم پالېسى ددى سبب کېږى چې پراسراېېلو باندى حمله ونشى او له بلې خوانه د وسلو له د رقابت اوسېالى مخه هم ونېسى.

XS
SM
MD
LG