د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق چارواکى وايي چې امنېتى قواو ٢٣ سر تېرى په بغداد کې په ېو لړ حملو کې د ېکشنبې دورځى راهېسى وژلى دى


دعراق چارواکى وايي ټوپک والاو په ېوه داسى سروېس موټر باندى نا څاپى برېد کړېدى چې د بغداد نړېوال هوايي مېدان ته ېې کارگران انتقالول. په دغه ناڅاپى حمله کې ټوپک والاو نهه تنه وژلى او لس تنه نورېې زخمېان کړېدى. چارواکي وايي د سروېس موټر زېاتره مسافران شېعه گان وو. سروېس موټر د په لوېدېځ بغداد کې د سنېانو له علاقى نه نن ددوشنبې په ورځ تېرېده چې دا پېښه وشوه. د تشدد په بله پېښه کې دعراق چارواکى وايي چې امنېتى قواو ٢٣ سر تېرى په بغداد کې په ېو لړ حملو کې د ېکشنبې دورځى راهېسى وژلى دى. دامرېکا پوځ نن ددوشنبې په ورځ وايي چې دوه امرېکا ېې عسکر د ېکشنبى دورځى په جگړه کې د بغداد په شمال کې وژل شوېدى. توقع ده چې دامرېکا جمهوررئېس جورج بش به دعراق نوى پالېسى ددى اونى په اخر کې خلکو ته څرگنده کړى. په دې پلان کې د نووعسکر و لپاره غوښتنه شوېده چې بغداد ته ددى لپاره ولېږل شى چې د تشدد په ختمولو کې مرسته وکړى. د آسترالېا لومړ ى وزېر الېگزاندر ډونر ووېل دى پلان نلرى چې په عراق کې د عسکرو شمېر کې بدلون راولى خو په عراق کې دهر هغه اقدام پلوى کوى چې ددغه هېواد په امنېت کې انکشاف راوستلى شى. دنېوېارک ټاېمز دورځپاڼى ددوشنبې دورځې رپوټ وايي چې ښاغلى بش په خپله نوې سترا تېژى کې دعراق دنوى حکومت لپاره هم ېوڅه اهداف ټاکلى دى چې هغه سرته ورسوى چې په هېواد کې ثبات راوستلى شى. د ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا معېارونه به له عراقي مشرانو نه داهم وغواړى چې ډېر سنى مسلمانان په سېاسى بهېر کې له ځان سره شرېک کاندى او د بعث د پخوانى واکمن گوند پر غړېو باندى بندېزونه اسانه کاندى. نېوېارک ټاېمز داهم لېکى چې ښاغلى بش به دعراق پر حکومت باندى داغږ هم وکړى چې دتېلو د شتمنى د وېش ځنډېدلې او جنجالى پالېسى هم بشپړه کړى چې دتېلو ې ثروت د گڼو عراقى ډلو ترمنځ ووېشل شى.

XS
SM
MD
LG