د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق د پخوانېو مشرانو محاکمه په بغداد کې بېا پېل شوه


داکسان د ١٩٨٠ په لسېزه کې دعراقى کردانو په ډله ئېزو وژنو تورن دى. پاتې ملزمان شپږ تنه دي او په هغو کې د صدام حسېن دتره زوى حسن المجېد هم شامل دى. دا سړى د په کېمېاوى على باندى مشهور دى. دا چارواکى په دې تورن دى چې په شمالى عراق کې ېې د کردانو ١٨٠ زره کلېوال خلک وژلى وو. پخوانى حکومت دغو عملېاتو ته دالانفال نوم ورکړى و. په حسن المجېد باندى دا تور لگول شوېدى چې په دغو عملېاتو کې ېې عام قتلونه کړي وو او کېمېاوى وسلې ېې استعمال کړې وې. رپوټ وايي چې د مجېد داخبرى ثبت شوې وې چې وايي زه به کردانو باندى په کېمېاوى وسلو حمله وکړم او زه د نړېوالو اعتراضونو پروانه کوم. په محکمه کې دعراق د پخوانى مشر صدام حسېن چوکى خالى وه. کله چې محکمه پېل شوه نو قاضى ووېل چې محکمى د د صدام حسېن خلاف قانونى اقدامات بند کړل ځکه چې هغه د ٢٠٠٦ مېلادى کال د ډېسېمبر په ٣٠-مه نېټه په دار وځړول سو.

XS
SM
MD
LG