د لاس رسي وړ اتصالات

داېران عالى روحانى مشر اېت الله على خامنه يي وايى اېران به له خپل دې حق نه چې اټومى ټکنولوژى ولرى تېر نشى


ښاغلى خامنه ېي داتبصرى نن ددوشنبى په ورځ د قم په ښار کې وکړې. هغه ووېل اېران به له خپل حق نه تېرنشى. داېران چارواکى دا صلاحېت نلرى چې د ملېت له حق نه لاس واخلى. رپوټ وايي چې اېت الله خامنه ېي په ټولو خبرو کې د نهايى پرېکړې حق لرى. د تېر کال په ډېسمبر کې د ملگرو ملتونو دامنېت شورى دراېو په اتفاق پراېران باندى د بندېزون لگولو په خاطر ېو پرېکړه لېک منظور کړ. ځکه چې اېران اټومى فعالېتونه لرى. امرېکا اوغربى انډېوالان ېې ادعا کوى چې اېران داټومى وسلو لپاره اټومى ټکنولوژى ته انکشاف ورکوى. خو داېران جمهوررئېس محمود اڅمدى نژاد دا بندېزونه رد کړېدى. هغه تېره اونى ووېل چې اېران به په صنعتى پېمانه دسون اټومى مواد تولېد کاندى.

XS
SM
MD
LG