د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا د افغانستان سره په پوله   د پاکستان لخوا د کټاری د لگولو سره مخالفت کړیدی


هغه پرون په اسلام آباد کی د جمهوررئیس پرویز مشرف او نورو مامورینو سره وکتل او وروسته یې وویل چی کاناډا د ماینونو د ایښودلو طرفداره نه ده او د حل ښه لار به ددیوالونو جوړول او د گزمو اچول وی . کاناډا د هغه تړون د لاسلیکونکو هیوادونو نه ده چی ځمکني ماینونه یې بند کړی دي . پاکستان په دې وروستیو وختو کی اعلان کړی چی د افغانستان سره د خپل ٢۴ سوه کیلومتره اوږده سرحد په ځینو برخو کی به ځمکني ماینونه ښخ کړی او سرحدي دیوالونه به جوړ کړی . پاکستان دا اعلان وروسته له هغه وکړ چی افغانستان دا تورونه ورباندی ولگول چی په کافی اندازه کار نه کوی چی افغانستان ته د باقی پاته طالبانو د اوښتو مخنیوی وکړی چی په خاوره کی یې پټ دي . د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د پاکستان په دې پلان باندی انتقاد کړی او ویلي یې دي چی هغه به د تروریزم مخنیوی ونه کړی بلکی په سرحدي سیمو کی به په تجارت او سفرونو کی خنډونه را پیدا کړی .

XS
SM
MD
LG