د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا توپ داری هیلی کاپټرد  دو شنبی په ورځ  ناوخته د  صومالیه په جنوب کی د القایده په  پټو مرکزونو باندی وارونه کړیدی


د امریکا په دی حمله کی ویل کیږی چی د هغو خلکو مربوط ځایونه په نښه شویدی چی کال ١٩٩٨ کی په شمالی افریقه کی د امریکا په سفارتونو شوو حملو کی لاس درلودو. د امریکا غږ ته معلومه شویده چی د امریکا لخواد دغی حملی امر په دوحه قطر کی د امریکا د مرکزی قوماندانئ لخوا هغه وخت ورکړل شو چی کله دوی ته دا استخباراتی اطلاعات ورسیدل چی د کنیا سره په پوله د صومالیه په کمبونی سیمه کی د القایده د پټو مرکزونو درک لگیدلی دی دا لا معلومه نه ده چی په دی حمله کی کوم ټاکل شوی هدف په نښه شوی و او هغه لگیدلی هم دی او که نه د امریکا حکومت د ډیر وخت نه په صومالیه دا تور لگوی چی د دوی اسلامی غورځنگ د حکومت چی دا نیزدی وختو کی چپه شو. د القایده د شکبی د کسانو سره مرستی کوی . او دوی ته یی د راس کمبونی په سیمه او نورو ځایونوکی د نظامی زدکړو دپاره مرکزونه خلاص کړیدی د اسی گومان کیږی چی د کله د صومالیه د موقت حکومت عسکری او حبشی قواوی د موگادیشو نیولو ته نیزدی شو ل نو دغه د القایده مهم کسان هم ورنه ووتل.

XS
SM
MD
LG