د لاس رسي وړ اتصالات

انجنیر گلبدین حکمت یار ویلی دی  اسامه بن لادن  سره  د امریکایانو نه په پټیدو کی مرسته کړی وه


د افغانستان د حکومت سترمخالف مشر انجنیر گلبدین حکمت یار ویلی دی چی ده پینځه کاله وړاندی د القایده د مشر اسامه بن لادن سره د امریکایانو نه په پټیدو کی مرسته کړی وه. انجینر حکمتیار چی امریکایانو ته هم مطلوب دی. دغه خبر د پاکستان یو غیر دولتی تلویزون جیو سره په مرکه کی کړی ده په دی مرکه کی انجینر گلبدین حکمتیار ویلی دی چی د ده ډلی حزب اسلامی د اسامه د دویم نفر ایمن ازواهری سره د توری بوری د سیمی نه په وتو کی کومک کړی و هغه دا ونه ویل چی ده القایده دغه مشران چرته رسولی وو. د دغو دواړو کسانو درک لا هم نه دی معلوم دا نه ده واضح چی د حکمتیار سره شوی دا مرکه کله ثبت شوی انجینیر گلبدین حکمتیار د کال ١٩٩٠ په لسیزه کی یوی مودی دپاره د افغانستان صدر اعظم هم و. دی نه وړاندی د پخوانی شوروی د قواو په ضد هم جنگیدلی و.

XS
SM
MD
LG