د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا  جگړه په دی کال او حتی چی په تیرو څو میاشتو کی د ناټو لخوا درنه جگړه بلل کیږی


دغه جگړه د چار شنبی په ورځ د شپی د پکتیکا او شمالی وزیرستان په پوله پیل شوه د جگړی په باب د ناټو ویاند جگړن ډومینک وایټ وایی چی د یاغیانو دوو لویو ډلو چی د پولی د پوری غاړی نه راغلی دی جگړه کی لاس درلودو هغه وایی د یاغیانو د راتگ لاره معلومه شوی وه. تر افغانستان پوری مو تعقیب کړل او بیا مو د اسمان او د زمکی دلاری حملی وکړی هغه وایی چی د افغانستان او خارجی قواو په گډه دی عملیاتو کی برخه اخیستی د ناټو منابعی وایی چی په لومړی پړاو کی د جگړی د ډگر نه د قریب ١٥٠ یاغیانو د مرگ خبر راغلی دی خو د افغانستان فوځ د مړو شمیر د ٥٠ او ٦٠ ترمنځ ښایی د دی جگړی او نورو مربوطه پیښو په باب به نور تفصېل د خپرونی په وروستئ برخه کی واورئ

XS
SM
MD
LG