د لاس رسي وړ اتصالات

د پخوانی جمهورریس کلنټن میرمن  افغانستان ته سفر کړیدی


مېرمن کلنټن دېموکراته ده او دنېوېارک اېالت استاځې ده. نوموړې له بل دېموکرات سناتور اېوان بې سره چې د انډېانا داېالت ده سفرکوى اوله دوى سره د کانگرېس جمهورى غوښتونکى غړى جان مک هوچې د نېوېارک داېالت نماېندگى کوى ملگرى دى. دا ډلگۍ له بغداد نه کابل ته رسېدلې ده. په بغداد کې هغوى دامرېکا له نظامى قوماندانانو او دعراق له لومړى وزېر نورى المالکى سره د شنبى په ورځ ملاقات وکړ چې په دغه هېواد کې په فرقه ېي مرگ ژوبله باندې خبرې وکړي. دعراق لومړي وزېر نورى المالکى ووېل دې دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش دهغه پلان ملاتړ کوى چې عراق ته شل زره نور امرېکا يى عسکر ور ولېږي . دېموکراتان په عمومى ډول ددغه پلان سره مخالفت کوى. له خبرونه وروسته سناتورې مېرمن کلنټن ووېل دامرېکا خلک او کانگرېس په دې کې شک لري چې دعراق پلان کارکولى شي. هغې دامرېکا د(ABC ) تلوېزېون ته ووېل دا په دې ډاډه نه ده چې دعراق حکومت به خپلې وعدې چې په بغداد کې امن راولى پوره کاندي.

XS
SM
MD
LG