د لاس رسي وړ اتصالات

هغه لارۍ په ېوه چاودنه کې خرابه شوېده چې له پاکستان نه ېې په افغانستان کې د امرېکا قواوته  د ضرورت وړ شېان ور وړل


محلى خبرېالانو ووېل چې د تېلو ېوه لارۍ نن د ېکشنبى په ورځ چمن ته نېژدې خرابه کړېده. د اځاى دافغانستان د کندهار له ولاېت سره سرحد لرى. دامعلومه نده چې په چاودنه کې څوک زخمى شوېدى که نه. پولېس وايي ېوه ځان وژونکي نن دېکشنبى په ورځ، دا فغانستان په جنوب کې د تعمېرجوړولو دکارگرانو په ېوه خارجى ډله او افغان عسکرو باندې د بم حمله کړېده. ېوملکى سړى ېې زخمى کړېدى. رپوټ وايي د ځان مرگى برېد د زابل ولاېت په مرکز قلات کې چې د افغانستان په جنوب کې پروت دى، شوېده. د محلى پولېسو ېو منصبدار محمد آصف ووېل ځان وژونکى پخپله په چاودنه کې وژل شوى او ېولاروى ېې زخمى کړېدى. پولېسو داندي وېلي چې خارجى کارگران دکوم ملک دي، خوهغوى دېوې داسې ودانۍ په جوړولو کارکاوه چې دافغانستان امنېتى قواوې به ېې استعمالوي. د برتانېې ددفاع وزارت، د شنبى په ورځ ووېل چې د بر تانېې ېو عسکر دافغانستان په جنوب کې په هغه برېد کې مړ شو چې پړه ېې پر ېاغي طالبانو ور اچول کېږى. د بر تانېې ددفاع وزارت ووېل ددغه عسکر هوېت ېې څرگند کړېدى. نوموړى په هغو عملېاتو کې ووژل شو چې د هېلمند په ولاېت کې د طالبانو د سنگرونو د پاکولو لپاره کېدل. دافغانستان په جنوب کې د ناټو په مشرۍ قواو او ېاغى طالبانو ترمنځ ډېرې سختې جگړې پېښېږى.تېرکال، تر څلورو زرو نه زېات کسان، هغه وخت ووژل شول چې ېاغي طالبانو خپلې حملې د لوېدېځ او افغان قواو پرضد زېاتې کړې.

XS
SM
MD
LG