د لاس رسي وړ اتصالات

اېران له دېنه اېسا رولى نشى  چې د اټومى پروگرام دلرلو په  حق ټېنگاروکړى


داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد واېى دملگرو ملتونو هغه پرېکړه لېک چې پر تهران باندى بندېزونه لگوى اېران به د خپل اټومى پروگرام له تعقېبولو نه اېسارنکړى. ښاغلى احمدى نژاد نن د ېکشنبى په ورځ دا تبصرى نن هغه وخت وکړى چې بودجه ېې پارلېمان ته وړاندې کوله. داېران مشر دامنېت د شورى هغه پرېکړه لېک چې د ډېسېمبر د مېاشتى په وروستېو شپو ورځو کې منظور کړى و، رد کړ او هغه ېې مړ زېږى وباله . هغه ووېل چې دداسى لسو نورو پرېکړه لېکونو منظورول به هم داېران پر اټومى پروگرام کوم تاثېر ونلر او نه به ېې پر اقتصاد کوم تاثېر ولرى. تېره مېاشت، دملگرو ملتونو دامنېت شورى داسى پرېکړه لېک منظور کړ چې پرتهران باندې ېې په دې سبب محدود بندېزونه لگول چې د خپلو ېورانېمو دغنىکونگ له ځنډولو نه ېې انکار وکړ. په پرېکړه لېک کې له اېران سره د داسى ټکنولوژى پر تجارت باندې بندېز لگېدلى چې داېران په اټومىپروگرام او دتوغندېو دانکشاف په پروگرام کې ترېنه کار اخېستل کېدلى شى. امرېکا او نور لوېدېځ ملتونه پراېران بدگومانه دى چې داټومى وسلو د جوړولو کوشش کوى، خو تهران وايي ددوى د ېورانېمو د غنى کونگ پروگرام دسوله مقاصدو لپاره جوړ شوېدى.

XS
SM
MD
LG