د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ وايي د ٣٢٠٠ په شاوخوا کې پوځیان بغداد ته رسیدلي دی


دا ټولی به د فبروۍ د میاشتې تر اولې پورې پوره فعال شي. دغه پوځیان د هغو ١٧٠٠ عسکرو د زیاتیدلو برخه ده چې بغداد ته د بش د نوې ستراتیژۍ په اساس د ښار د ثبات لپاره لیږل کیږي. نن یکشنبې په پای تخت بغداد کې ناکراري دوام لرله. د عراق پولیسووویل چې په دوو بمي چاودنو کې اوه کسان ووژل شول او شل نور ټپیان شول. په اوله حمله کې په یوه میني بس کې د بم په یوه چاودنه کې شپږ کسان د بغداد په مرکزي برخه کې ووژل شول. وروسته د ښار په ختیزه برخه کې د موټر په یوه بمب چاودنه کې یو کس ووژل شو. دامرېکا پوځ وايي چې د شنبى په ورځ دالانبار په ولاېت کې څلور نور امرېکا يي عسکر وژل شوى وو. د عراق د نورو سیمو په برخه کې برتانوي پوځ وايي چې د بصرې په ښار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یو برتانوي عسکر وژل شوی دی. دعراق چارواکى وايي حمله کوونکېو دامرېکا يي اوعراقى عسکرو ېونېفور م اغوستى و او په ېوه تور سپورتى موټر کې چې امرېکا ېان ېې استعمالوى ودانى ته ورننوتل. د عراق د پارلېمان غړي وايي د سخت درېځه ملا مقتداصد ر سېاسى ټولي دعراق د پارلمېان سره خپله دوه مېاشتېنى مقاطعه پاېته رسولې ده. د پارلېمان دا وکېلان چې د صدر له ډلې سره تړاو لرى وايي دوى په سېاسى بهېر کې نن د ېکشنبى په ورځ وروسته له هغه نه بېا گډون کوى چې پارلېمان په دې موافقه وکړه چې ددوى په غوښتنو باندى د غورکولو لپارره ېوه جرگه گۍ ټاکلى ده. د پارلېمان شېعه ډله اوه اونۍ مخکى له پارلېمان نه ووتله . هغوى د عراق د لومړى وزېر نورى المالکى او دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش په غونډه باندى چې داردن په پاېتخت عمان کې کېدله اعتراض کاوه. د مقتدا صدر سېاسى ډله دعراق په پارلېمان کې دېرش چوکئ لرى. همدارنگه دمالکى په حکومت کې شپږ وزېران لرى. دا ډله وايى چې د پارلېمان ېوه جرگه گۍ به ددوى په غوښتنو او هغه مهال وېش باندى غور وکړى چې له عرا ق نه دامرېکا ېې قواو د وتلو لپاره ټاکل شوېدى.

XS
SM
MD
LG