د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې روغتیایي مؤسسې رئیسه وايي د مرغانو د مرض د شر نه د انسانانو د خلاصولو دپاره کلونه کلونه وخت پکار دئ


د نړیوالې روغتیایي مؤسسې عمومي رئیسې ویلي چې په ټوله نړۍ کې به د مرغانو د مرض په ورکولو باندې ډېر کلونه وخت ولگېږي. هغه وايي تر هغې چې بین المللي ټولنه پدې کار کې بریالۍ کېږي پکار دي چې خلک احتیاط وکړي چې دا مر ض د چرگانو نه انسانانو ته انتقال نشي، ځکه چې بیا کېداي شي د چرگانو مرض په انسانانو کې یاغي شي او په مېلیونونو خلک ووژني. د نړیوالې روغتیایي مؤسسې رئیسې مارگرېت چن دخپلې ادارې د اجرائیه مدیره هیئت په غونډه کې ددوشنبې په ورځ وویل چې ددنیا مختلفو ملکونو د مرغانو د مرض د محو کولو او کنترول په لاره کې فوق العاده جدي اقدامات کړي، خو دا مرض بیا بیا ددې ملکونو په چرگانو کې لگېدلئ دئ. د مرغانو مرض اول په کال ٢٠٠٣ کې په اکثره آسیایي ملکونو کې ولگېد او د هغې راهیسې ٢٦٧ انسانانو ته هم نقل شو او١٦١ تنه یې ووژل. ددې شمېر ډېر خلک چې مړه شول هغه په کال ٢٠٠٦ کې وو. مارگرېټ چن د جنوري د میاشتې په دریمه د نړیوالې روغتیایي مؤسسې رئیسه شوه. ددې نه مخکې هغه د ساري امراض د ادارې مرستیاله وه.

XS
SM
MD
LG