د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس بوش ملت ته خپله کلنئ وینا کړیده


د کانگرس دی مشترکی غونډی ته چی مشری یی اوس دموکراتان کوی د جمهور ریس بوش تود هرکلی وشو. نویو سیاسی حقیقتونه په پام سره، جمهور ریس وویل حکومت او مقننه که مشترک کار وکړی بی له شکه چی دی اولس ته به ستر بریالیتوبونه لاس ته راوړی. جمهور ریس د خبرو پیل د کورنیو مسایلو څخه وکړ بوش مونږ ته پکار ده چی په واشنگټن کی د بودیجی د مصرف اصول عملی کړو. زمونږ هدف دا وو چی تر کال دوه زره او نهه پوری د کلنی بودیجی کسر نیمی ته ټیټ کړو خو مونږ تر ټاکلی نیټی دری کاله مخکی دا هدف تر لاسه کړ. اوس پکار ده پدی لړ کی بل گام واخلو. جمهور ریس بش وویل هغه به داسی یوه بودیجه وړاندی کړی چی په پنځو کالو کی د فدرالی بودیجی کسر له منځه یوسی او په عینی حال کی هغه د تعلیمی بودیجی د لوړولو خبره هم وکړه او وویل چې بی وزلو زدکونکو سره به مرستی زیاتی کړی. بوش او مونږ باید ځانونه پدی ډاډه کړو چی زمونږ ماشومان د خپل راتلونکی او د هیواد لپاره په غوره توگه تیار شویدی. هغوی باید په ساینس او ریاضی کی ډیر تکړه اووسی. د صحت د بیمی د برابرولو په هکله جمهور ریس د دولتی او شخصی ادارو نه د گډی همکاری غوښتنه وکړه. د کم عاید لرونکو کورنیو لپاره یی په مالیاتو کی کمی اعلان کړ او د دولتی بودیجی څخه یی د بی وزلو کسانو د شخصی بیمو د فیس ورکولو اعلان هم وکړ. جمهور ریس په تیلو د امریما د اولس د اعتکا د کمولو خبره هم وکړه او وویل په خاصه توگه نن صبا چی ځینی مضر عناصر دی هیواد ته د تیلو د ترسیل د مخنیوی د توان د ترلاسه کولو هڅی کوی مونږ ته پکار ده چی متبادله لاری چاری هم ولټوو. بلخواه امریکا ته د مهاجرینو د راتگ په اړه بوش وویل باید ارو مرو د ناقانونه مهاجرینو مخنیوی وشی خو زیاته یی کړه چې خپل د ښه راغلاسته ویلو دود هم باید له لاسه ورنکړو. د کورنی مسایلو نه وروسته جمهور ریس بوش د یوه دموکراته فلسطینی دولت او د اتومی وسلو څخه د پاکی کوریا خبره وکړه. بوش مونږ به د کیوبا ، بلاروس او برما په څیر هیوادونو کی د آزادی لپاره خپل اواز اوچتولو ته دوام ورکړو. او د دارفور په هکله به د نړی د ضمیر د راویښولو هڅی هم وکړو. جمهور ریس بوش زیاته کړه په کال دوه زره او شپږم کی تندروانو په لبنان، افغانستان او عراق کی د آزادی د بهیر د مخنیوی هڅی پیل کړی. د یوه داسی کانگرس په مخ کی چی اکثریت کسان یی عراق ته د نورو عسکرو د لیږلو د پلان سره مخالف دی، جمهور ریس د جگړی د ژر پای ته رسولو غوښتنه هم یاده کړه. ”بیا هم دا زمونږ طریقه نده چی خپلی وعدی په ځای نکړو، خپل ملگری پریږدو، او خپل امنیت د خطر سره مخامخ کړو. اغلیو او ښاغلیو: نن ورځ، همدا گړی هم، مونږ جگړه په خپل حق کی د پای ته رسولو توان لرو. نو راځی چی خپل تصمیم ونیسو او د واقعاتو مخ د خپل بری په لور واړوو.

XS
SM
MD
LG