د لاس رسي وړ اتصالات

په اسیا  کی د مارغانو د انفلوینزا د مرض د یو ځل بیا را څرگندو سره ملگرو ملتو غږ کړی چی  د دی مرض د مخنیو ی په خاطر کوششونه زیات شی


په دی تیرو څو هفتو کی په جاپان، اندونیزیا، تایی لینډ ، ویتنام ، مصر او نایجیریا کی د مارغانو د والگی علامی بیا راڅرگندی شویدی. د ملگرو ملتو د خوراک او کرنی موسیسی یو ځل بیا د دغه مرض د مخنیوی دپار بیا په ملکونو باندی غږ کړیدی تایی لینډ، اندونیزیا او ویتنام کی دا اوسنئ وبا خوریدل د کال ٢٠٠٣ د هغی مریضئ نه پس چی په ټوله نړئ کی یی ١٦٣ تنه وژلی وو چی ١٢٠ یی په تایی لینډ کی وو. په دغه موده کی حکومتونو په ټوله نړئ کی په میلونو مارغان حلال کړل او خلک یی هم په دی باب خبر کړل په بنکاک کی د خوراک او کرنی د نړیوالی موسیسی چارواکی وایی چی دغو کوششونو گټه ورکړی ده د نوموړی موسیسی یو مامور لارنس گلی سن وایی چی د جنوب ختیځی اسیا هغه برخی چی د دغه مرض علامی پکی زیاتی څرگندیږی، هلته وضعه بهتره شوی او که چری مونږ اوسنئ حالت د کال ٢٠٠۴ سره مقایسه کړو نو ډیر فرق لیدل کیږی د ملگرو ملتو موسیسه وایی چی د مارغانو د والگی د ناروغئ ویروس په نسبتاً یخو سیمو کی وده کوی او دا ځل هم داسی شویدی خو د همدغی موسیسی یو بل غړئ وان لوبروت وایی چی د مرض د خوریدو علت که هر څه وی خو مخنیوئ یی لازمی دی هغه وایی چی دا اوسنئ علامی د تیرو علامو یوتسلسل دی او ‏ حیرانیدل پری نه دی پکار . خو مونږ باید ایښی اووسو ،. ځکه چی دا مرض بیا بیا راڅرگندیږی او ملکونو یی باید یوه چاره وکړی دغه د مارغانو انفلوینزا د چرگانو دپاره ډیره مضره ده او د زرهاو مارغانو د وژل کیدو سوب کیدای شی. خو ساینس پوهان وایی چی دا مرض که مخه یی ونه نیول شی نو د انسانانو دپاره هم د ‏‏‏‏خطر زنگ وهلی شی

XS
SM
MD
LG