د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کی  د گوډی بازئ یا کاغذ پرانئ  د  تازه پیل شو میلو حال  


نن سبا په نیویارک ایالت کی چی کله هم د ژمی کومه ورځ یو څه نرمه شی او باد لگیږی نو اسمان د وریزو په ځایی د رنگ برنگی گوډیانو او کاغذ پرانونو نه ډک شی. . د نیویاکر د ښار په مشهور پارک کی افغانان، پاکستانیان ، هندوستانیان او د جنوبی اسیا د نورو ملکونو د گوډی بازئ شوقیان تارونو او چرخئ په لاس ولاړ دی او خپلی گوډئ هوا ته پورته کوی. په دی ځوانانو کی یو هم د بنگله دیش قیصر خان هم دی هغه وایی چی دا گوډی بازی ماته د پلار نیکونو نه په میراث کی پاتی شوی. زه چی لا ډیر ماشوم وو م نو مابه گوډئ الوزولی. او لا می هم ورسره مینه ده د گوډئ بازانو د څارنی د نړیوالی اداری مشر شهریار چوهدری وایی چی دا پتنگ بازی یو ه مسابقه داره لوبه ده. او ورسره دا یو هنر هم دی. چی په جنوبی اسیا کی ورباندی د ډیرو خلکو ژوند ورسره تړلی دی هغه وایی دا مازی ساعتیری نه ده. بلکی یو کلتوری ورثه ده. دا د پاکستان او هند په ثقافت کی شامل یو مهم عنصر دی. او بیا چی په مساپرئ کی د وطن لری د وطن سره څوک خپله رشته تړلی ساتل غواړی نو هم دا د پتنگ تار یی د خپلو وطن او وطن دارانو سره نیزدی ساتی قریب لس کاله کېږی چی پتنگ بازی په امریکا کی معرفی شوی او د ی موده کی دی لوبی ډیره وده کړی. یو پتنگ باز رضوان باسط وایی چی دا لوبه د وخت تیریدو سره ډیره مشهوره شویده. هغه وایی هیڅ پروا نه کوی. چی هوا تیزه ده او که لمر دی. خو دا پتنگ بازان د شنبی او یکشنبی په ورځ دلته راغونډیږی، مونږ دغه سلسله دولس کاله پخوا پیل کړی وه. اول سره کی ماسره دوه دری نور ملگری وو. خو اوس ښه ډیر شوی یو. اصل کی د پتنگ بازئ دپاره د دوو نفرو ضرورت وی. چی یو یی چرخئ نیسی او بل یی الوزوی. او بیا چی کله دوه گوډئ سره تار په تار شی. نو اصل مسابقه پیل شی. او چی یو پتنگ د بل پتنگ تار غوڅ کړی نو چا چاپیره شور شی. یو بل پتنگ باز ارشد بټ وایی چی دا داسی د ه چی یو ه لویه لوبه چی وگټی. هر کله چی د دوو گډویو تارونه سره سر په سر کیږی نو یو پکی پریک شی او بل فاتح . خو د بل گوډئ د تار پریکولو دپاره ضرور ی ده چی ستا گوډئ تیز تار یا مانجه ولری. او دا تیزولئ پکی د شیشی رنگ په وجه راځی خو ورسره حوصله صبر او مهارت هم خپل رول لری او قسمت خو بیا د هر چا خپل خپل دی که یو خوا په نیویارک کی د گوډی بازئ لوبه د پتنگ بازانو په وجه مشهوره شوی نو ورسره یو اندازه کریډیټ افغان لیکوال ‏خالد حسینی ته هم ورکول کیږی چی د کایت رنر یا گوډی باز په نوم یی په انگلیسی ژبه یو ناول لیکلی او تر اوسه یی په زرهاو کتابونه خرڅ شوی. او په دی نیزدو وختو کی په واشنگټن ډی سی کی هم د افغان لیکوال ‏خالد حسینی د لاس امضا شوی دغه ناول د سلهاو په شمیر خرڅ شو. او بل خوا په سلهاو نوری گوډئ هم اماده دی چی د پسرلی د راتگ سره د امریکا په لر او بر کی هوا سره اسمان په لوری والوزی

XS
SM
MD
LG