د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان جمهوررئېس له طالب سر تېرو سره د خبرو کولو لپاره غږ کړېدى


دافغانستان جمهوررئېس له طالب سر تېرو سره د روغې جوړې د خبرو کولو لپاره غږ کړېدى. ښاغلى کرزى نن د شېعه گانو په ېوه جامع جومات کې هغو خلکو ته چې هلته راټول شوى وو، د خبرو په ترڅ کې هغو کسانو ته اشاره وکړه چې دې ېې دملت دښمنان بولى او وې وېل چې دغه دښمنان زموږ تباهى غواړى او زموږ وېنه توېوى خو هغه طالبان په نوم ېاد نکړل. دا فغانستان مشر پخواتردى هم د خبرو او روغى جوړې هڅى کړېدى خو د طالبانو مشرانو رد کړېدى. تېرکال د طالبانو حملى دامرېکا اوناټو او افغان قواو پر خلاف په ناڅاپې ډول زېاتې سوې. په دغو حملو کې لږ تر لږه څلور زره کسان ووژل شول. . دامرېکا او ناټو پوځى مشران خبردارى ورکوى چې په راتلونکېو مېاشتو کې چې واورې وېلى شى او سړکونه دتلو راتلو جوگه شى نو د طالبانو نوې حملى به پېل شى.

XS
SM
MD
LG