د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان  اولسی جرگی په جنگی جنایاتو کی  ککړو کسانو  ته عمومی عفوه اعلان کړی


دا قانون هره سیاسی یا ملیشه ډله چی د افغانستان په جگړو کی یې لاس درلود ، د قانوني تعقیب نه معافوي . ددې قانون طرفداران وایی چی هغه به په افغانستان کی د سولي او ملی روغي جوړي سره مرسته وکړی . مگر د افغانستان د پارلمان ځیي غړي او حکومتي مامورین وایی چی سوله په داسی حال کی نه سی را تلای چی د جگړې جنایت کاران د قانون او عدالت نه تښتي . د بشري حقوقو بین المللي مؤسسو د افغانستان د حکومت نه په ټینگه غوښتي دي چی هغه افغانان دی محاکمه کړای سی چی په بشري حقوقو باندی په تیریو تورن دي چی په هغوی کی د پارلمان ځیني غړي هم شامل دي . د عفوي دا قانون باید چی د مشرانو جرگه هم منظور کړی او د جمهوررئیس حامد کرزي د لاسلیک نه وروسته به نافذیږی .

XS
SM
MD
LG