د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان دولسى جرگې  ېوشمېر غړېو هغه پرېکړه لېک غندلى دى چې هغو ټولو افغانانو ته عمومى عفو اعلانوى چې په تېرو پنځه وېشت کلنو جگړو کې په جنگى جناېاتو تورن دى


دافغانستان دولسى جرگې ېوشمېر غړېو هغه پرېکړه لېک غندلى دى چې هغو ټولو افغانانو ته عمومى عفو اعلانوى چې په تېرو پنځه وېشت کلنو جگړو کې په جنگى جناېاتو تورن دى. دولسى جرگى دا وکېلان دغه اقدام ېو سېاسى چل گڼى او وايي چې دوى ته په کافى اندازه وخت ورنکړل شو چې په دغه قانونى لاېحه باندى چې تېره اونى په ولسى جرگه کې منظور سو په کافى اندازه بحث وکړى. دعفوې دپرېکړه لېک پلوېان وايي عمومى عفو به په ټول افغانستان کې د سولې او پخلاېنى کار پر مخ بوزي. خو د ولسى جرگى ېو شمېر غړي او د حکومت چارواکى وايي که چېرې جنگى جناېت کاران له عدالت نه بچ سى نو سوله نشى راتللى. د بشرى حقوقو نړېوالو ادارو دافغانستان حکومت دېته هڅولى دى چې هغه افغانان محاکمه کړى چې د بشرى حقوقو نه په تېرېو کولو تورن دى. په دې برخه کې دولسى جرگى ېو شمېر غړي هم شامل دى. رپوټ وايي چې دعفوې دا پرېکړه لېک باېد دمشرانو جرگى له خوانه منظور سى او ترهغې وروسته ېې دافغانستان جمهوررئېس لاسلېک کړى چې قانونى بڼه غوره کړى او د تطبېق وړسى.

XS
SM
MD
LG