د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان او اېتلاف دقواو په ېوه برېد کې څو تنه طالبان ووژل شول


دا جگړه دهېلمند په ولاېت کې چې اوس د طالبانو د بغاوت مرکزگڼل کېږى وشوه. هغه قوماندان چې په نښه شوى ، دهغه په باب وېل کېږى چې د طالبانو له پرارى مشر ملا محمد عمر سره تړاو لرى. ېو افغان چارواکى وايي دناټو او افغان قواو د ېکشنبى په ورځ له سر تېرو طالبانو سره په اورزگان کې جگړه وکړه. چارواکى وايي په دغه جگړه کې شپږ تنه طالب جنگېالى او درى تنه پولېسان ووژل شول. دافغانستان پولېس داهم وايي چې د زابل په ولاېت کې هغه وخت چې د پولېسانو پر ېوه موټر باندى ناڅاپى برېد وسو نو دوه پولېسان و وژل شول او درېم پولېس زخمى شو. رپوټ وايي داسى گومان کېږى چې برېد کوونکي به طالبان وى.

XS
SM
MD
LG