د لاس رسي وړ اتصالات

مصری ماموران وائې، دمرغانوله مرض نه یوه ځوانه جنۍ مړه شویده


په دغه هیواد کې یوکال پخوا دمرغانومرض پیداشوی واوله هغې نه راپدی خوا دا دولسم کس دی چې له دغه مرض نه مری . دمنځنی ختیځ رسمی خبری اژانس پرون ددوشنبی په ورځ وویل، دقاهری د جنوبی پلودفایوم دسیمی وه . مقامات پدی عقیده دی چې دغې جنۍ د نا روغو مرغانو سره لگیدلې ده. دا څرگنده نده چې دا څه وخت مړه شویده په عینی وخت کې روسېې او جاپان له بریتانی نه دچرگانو دغوښی په واردولو باندی ورسته له هغی بندیزولگاوه چې تیره هفته دبریتانی په ختیځ کې دفیل مرغانو په یو فارم کې د H5N1ویروس ولیدل شو. دغه بندیزسر له پرون نه عملی شو، په داسی حال کې چې دبریتانی مامورانو په فارم کې ١٦٠ زره فیل مرغان ووژل . ناروی او هالنډ پخپلوفارمونوکې دژغورنی احتیاطی گامونه اوچت کړیدی .

XS
SM
MD
LG