د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی اسیا د ازادو خبریالانو د ټولنی  مرکز په کابل کی


سیفما د ژورنالستانو د هغی ټولنی نوم دی چی د جنوبی اسیا هیوادونو خبریالان پکی غړیتوب لري.ددی ټولنی سکرتر جنرال اود افغانستان د ازادو ژورنالستانو د اتحادیی مشر رحیم الله سمندر وایی په کابل کی ددی ټولنی ریس محمد حلیم فدایی اولمړۍ مرستیاله یی فتانه گیلاني دی.دا ټولنه چی د افغانستان د مختلفو ازادو رسنیو څخه استازی لری، شمیر یی اتلس تنو ته رسیږی.کابل ته د سیفما ټولنی د راغلی پلاوی وروسته دافغانستان د ژونالستانو ډلی ته د سارک په ټولنه کی غړیتوب ورکړل شو.سیفما پدی بنیاد جوړه شوی چی غواړی په سیمه کی هرډول مطبوعاتی همکاری ولری او خپل نظرونه سره شریک وساتی.ټاکل شوی چی د مارچ په اتلسمه نیټه د افغانستان څخه یو ٣٠ کسیز پلاوی پاکستان ته سفر وکړی او هلته د سیاسی گوندونو،اجتماعی سازمانونو او نورو راډیکال سیاستوالو سره د سیمی په حالاتو خبری وکړی.پدی پلاوی ی ١٥ تنه په پارلمان کی د یو شمیر کمیسونونو ریسان،اکاډمیک اشخاص اود نورو سیاسی ډلو او مدنی ټولنو غړی شامل دي. پاته ١٥ تنه به په افغانستان کی د ازادو رسنیو استازی وی.دوی به هلته نظریات شریکوی او د رامنځ ته شوو ستونزو د حل لارو په لټولو به سره وغږیږی.دوی به د مسایلو د حل او لا ښه همکاری په موخه په راتلونکی پریل میاشت کی هم یوه غوڼډه ولری. سارک د جنوبی اسیا اته هیوادونود گډی سیمه ایزی همکاریو ټولنه ده چی افغانستان یی هم تیر کال غړیتوب ترلاسه کړ.رحیم الله سمندر وایی په هندوستان کی د سارک جوړیدونکی غوڼډی ته د افغانستان څخه شپږ ژورنالستان په رسمی توگه وربلل شوی دي.دغه ټولنه پخپلو غوڼډو کی د سمی پر اقتصاد،سیاسی کړکیچ او نورو گډو ستونزو خبری اتری کوی.

XS
SM
MD
LG