د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو دافغانستان دحکومت په څیر دپاکستان دسرحد دایالت دوالي د وروستیو څرګندونو په باب سخت غبرګون ښودلی


همدا ډول جنرال اوروکزي په خپلو دغو څرګندونو کې دطالبانو او پښتنو ترمنځ داړیکو په باب هم خبرې کړی ویلي یې دي چې پښتانه د طالبان ملاتړ کوي.



په افغانستان کې دیوناما دمشر تام کونیکس دڅرګندونو نه یوه ورځ وړاندې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دجنرال اوروکزی څرګندونې دغرض نه ډکې او دافغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه بللې ده.



دبهرنیو چارو وزارت ویاند سلطان احمد بهین وایي چې دجنرال اوروکزي دڅرګندونو په اړه یې دپاکستان دحکومت نه دتوضیحاتو غوښتنه کړې ده.



سلطان احمد بهین

دبهرنیو چارو وزارت ویاند



دافغانستان او پاکستان ترمنځ پدې وروستیو کې لفظي شخړو پداسې حال کې زور اخیستی چې دواړه هیوادونه دکیدونکې امن لویې جرګې لپاره په تیاریو بوخت دي، دافغانستان حکومت په نیږدې راتلونکې کې په کابل کې ددغې جرګې دجوړیدو تمه لري ، افغانستان او پاکستان لا دمخه ددغسې جرګې دجوړیدو لپاره جلا کمیسیونونه ټاکلي دي چې دجنرال اوروکزي په ګډون ددواړو هیوادو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي پکې برخه لري.






رحیم ګل څاروان ـ اشنا تلویزیون ـ کابل









XS
SM
MD
LG