د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا دبهرنیوچارو وزیره کانډولیزا رائس وائې، داسرائیلو صدراعظم اودفلسطین جمهوررئیس دمنځنی ختیځ دجنجال دحل لپاره ددوه جلاجلا دولتونو دجوړولو دطرحی سره ئې خپل ملاتړڅرگند کړیدی


میرمن رائس په بیت المقدس کې داسرائیلو دصدراعظم یهود اولمرټ او دفلسطین دجمهوررئیس محمود عباس سره دخبرو نه وروسته داتبصره وکړه . مگر میرمن رائس داخبره ونکړه چې په دغو خبرو کې پرمختگ شویدی او که نه . میرمن رائس مخکې لدی نه چې داسرائیلونه روانه شی، خبریالانو ته وویل، ددغو خبرو کیدل پخپله یو پرمختگ دی . میرمن رائس وویل، په دغه غونډه کې زیات ټینگار په هغه موافقه وشوچې دعباس دفتح ډلی او دحاکمی حماس ډلی ترمنځ دقدرت دشریکولوپه باب شویده . ماموران وائې، میرمن رائس ښاغلې عباس ته وویل، دفلسطین ائتلافی حکومت باید اسرائیل په رسمیت ویژنی ، تشدد وغندی او هغه موافقی ومنی چې مخکې دیهودو ددولت سره شویدی .

XS
SM
MD
LG