د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپائې اتحاد په هند کې په اورگاړی کې دبم چاودنه غندلی ده


سپینه ماڼۍ وائې، دهند دصدراعظم من موهن سنگه او دپاکستان دجمهوررئیس پرویز مشرف مشری ستائې او هغه څوک غندی چې غواړی ددغودواړو هیوادونو ترمنځ شوی پرمختگ ته تاوان ورسوی. په نوی ډیلی کې دامریکا سفارت دغه حمله دتروریزم یو سنجول شوی عمل بولی او وی ویل، دامریکا حکومت ټکان وخوړ او ددغو کسانو په وژلو ډیرزیات خفه شویدی . المان چې داروپائې اتحاد دروانی دوری ریاست په غاړه لری، دتاوتریخوالی بی آحساسه او بی فکره عمل یادکړچې غواړی دهنداو پاکستان ترمنځ دسولی خبری گډی وډی وکړی . دهند اوپاکستان مشرانو په اورگاډی کې دبم چاودنی محکومی کړیدی . دپاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف وائې، داحملی به دمشرانو اراده یوې دائمی سولی ته درسیدلو لپاره نوره هم ټینگه کړی او دهند صدراعظم من موهن سنگه ژمنه کړیده چې هغه کسان چې ددغې ‏حملی مسؤل دی ،هغه به ونیول شی . په دغه اورگاډی کې چې نوی ډیلی نه دپاکستان دسرحد په لورروان و،دیکشنبی په شپه دبمونو دوه چاودنی وشوی چې داورگاډی دوه ډبی ئې تخریب کړی . داورگاډو دچارو وزیر لالو پرساد یادیو وویل، دوه بکسونه پیداشول او بمونه پکې و. داسی ښکاری چې پدی پیښه کې دترورستانو لاس دی. ددغې پیښی اکثره قربانیان پاکستانیان دی که هم چې ځنی هندوستانیان پکې هم وژل شویدی . دپاکستان دبهرنیوچارو وزیرخورشید قصوری وویل، دغه حمله هغه هند ته دسفرکولو نه منع نکړی . هغه نن دسه شنبی په ورځ هند ته ځی چې دسولی په باره کې خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG