د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ېوقبېلوى سړى امرېکا ته د جاسوسى په تور وژل شوېدى.


د پاکستان چارواکى وايي چې هغو سر تېرو چې گومان کېږى د طالبانو پلوېان به وى د پاکستان ېوقبېلوى سړى په دې گومان وژلى دى چې دامرېکا قواوته ېې په گاونډى افغانستان کې جاسوسى کوله. چارواکى وايى ددغه سړى مړى نن ددوشنبى په ورځ په مېرانشاه کې د سړک غاړى ته پېدا شو. مېرانشاه په شمالى وزېرستان کې د قبېلوى سېمى ېومهم ښاردى. دمقتول له مړى سره ېونوټ نښلول شوى و او په هغه کې لېکل شوى وو څوک چې امرېکا ته جاسوسى کوى هغوى به هم له همدغه راز سر نوشت سره مخامخ شى. د تېرې سه شنبى په ورځ سر تېرو په جنوبى وزېرستان کې له ېو افغان ملانه په دې تور سر غوڅ کړ چې دامرېکا جاسو س دى. دغه ملا د طالبانو د بغاوت خلاف په خپل وعظ کې خبرى کړى وې. سر تېرو د پاکستان په قبېلوى سېمه کې چې دافغانستان سرحد ته نېژدى ده ډېر کسان په دې تور وژلى دى چې دامرېکا او پاکستان له قواوسره همکارى کوى.

XS
SM
MD
LG